Paradise AVM,Adnan Kahveci
Yavuz Sultan Selim Blv.No:16 D:3
34528 Beylikdüzü/Istanbul
Shop 10, Speedex Center
NearGaladari Motor Driving School
Industrial Area 4, Al Qusais
Dubai, UAE
یواځې په څو لنډو پړاوونو کې خپل ټکټ واخلئ.
د پېرودونکو خدمتونه په پښتو، دري، ډنمارکي او انګلیسي ژبو کې.
امنیت آنلاین چیزی است که با ما نباید نگران آن باشید.
د ارزانو او تضمین شوو کرایو، اسانه خدمت، د سفر نېټې بدلول او یا د ټکټ لغوه کول.
په نننۍ نړۍ کې چې هوايي سفر زموږ د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې، د هوايي ټکټونو د اخیستلو لپاره د باوري ویب پاڼې غوره کول خورا مهم دي. کابل ټریپ په ویاړ سره په نړۍ کې یو له خورا پرمختللو او باوري هوايي ټکټونو پلیټ فارمونو څخه دی، چې خپلو پیرودونکو ته اسانه، ګړندی او خوندي تجربه چمتو کوي.
د الوتنو پرمختللی لټون: کابلټرېپ تاسو ته دا اسانتيا برابروي چې د يو ساده لټون له لارې د بېلابېلو هوايي شرکتونو له شپږ زرو زياتو الوتنو ته لاسرسی ومومئ او د ځان لپاره مناسبه الوتنه وټاکئ.
د پېرودونکو خدمتونه په پښتو، دري، انګلیسي او ډنمارکي ژبو کې.
٪۱۰۰ خوندي او باوري تادیات: کابلټرېپ د نړيوالو باوري تادیاتو له لارې د پيسو ورکولو امکان برابر کړی دی. ټول تادیات د خوندي بانکي خدمتونو له لارې ترسره کېږي، تر څو ستاسو د مالي معلوماتو خوندیتوب بشپړ تضمين شي.
د پېرودونکو ۲۴ ساعته خدمت: زموږ مسلکي ملاتړ ټيم د شپو او ورځو په ټولو ساعتونو کې چمتو دی، څو تاسو ته د ټکټ اخیستو، د الوتنې نېټې بدلولو، د ټکټ بېرته ستنولو او نورو اړوندو خدمتونو په ټولو پړاوونو کې لارښونه او مرسته وکړي.
رقابتي بيې: د کابلټرېپ يوه مهمه موخه دا ده چې د نړۍ له سترو وېبسايټونو سره د سيالۍ وړ، ارزانه او باوري الوتنې وړاندې کړي. موږ دا فرصت د نړۍ له سترو هوايي شرکتونو لکه امارات، قطر ايروېز، ترکش ايرلېنز، پېګاسوس، ماهان، آريانا افغان، کام اېر او نورو بااعتباره شرکتونو سره د مستقيمو تړونونو له لارې خپلو پېرودونکو ته برابروو.
خپل مقصد ولټوئ، د خوښې الوتنه وټاکئ، اړين معلومات دننه کړئ او تادیه ترسره کړئ. له تادیې وروسته به ستاسو ټکټ ستاسو ایمېل ته واستول شي.
تادیه د بانکي کارت، پې پال (PayPal) او بانکي لېږد له لارې ممکنه ده.
په کابلټرېپ کې تاسو کولای شئ د بانکي کارت، پې پال، بانکي لېږد، يا هم زموږ د استازو له لارې په کابل، ترکيه، متحده عرب اماراتو، ايران او يا ډنمارک کې په مستقيم ډول تادیه ترسره کړئ.
هو، بالکل. دا د هوايي شرکت د پاليسۍ پورې اړه لري. تاسو کولای شئ د خپل پروفايل له لارې يا د پېرودونکو له خدمت سره په تماس کې دا غوښتنه ثبت کړئ.
د ماشومانو او شيدو خوړونکو ټکټ بيې معمولاً د لويانو له نرخ څخه ارزانه وي. د شيدو خوړونکو (تر ۲ کلونو) لپاره بيه ډېره ټيټه وي، او د ۲ نه تر ۱۲ کلونو ماشومانو لپاره بيې لږ څه ارزانه وي.
هو، سل په سلو کې. ځکه چې د انټرنېټ له لارې تاسو کولای شئ د بېلابېلو نيټو بيې پرتله کړئ او په اسانۍ تر ټولو ارزانه ټکټ ترلاسه کړئ.
که د ټکټ له پېرود وروسته مو احساس وکړ چې کوم معلومات مو غلط داخل کړي، نو ژر تر ژره له زموږ د پېرودونکو له خدمت سره تماس ونيسئ. د ټکټ د شرطونو او د هوايي شرکت د قوانينو له مخې، کېدای شي موږ دا تېروتنه درته سمه کړو.
نه، اړتيا نشته چې ټکټ چاپ کړئ. که تاسو هغه برېښنايي ټکټ په خپل موبايل کې ولرئ چې د پېرود پر مهال ستاسو ايمېل ته استول شوی و، بس هماغه کافي دی.